د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې څانګه به د ښار نورې تر ګواښ لاند سیمې هم تشخیص کړي او کار به پرې پیل شي، د یو شمیر هټۍ والو لخوا د روغتیایي اصولو نه مراعات د میاشو د تولید یو لوی لامل و. د دغو میاشو له کبله زموږ چاپېریال او شاوخوا خلک له صحي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، نو په دې خاطر هیله کېږي چې هټیوال د خپل او ښار د چاپیریال پاک ساتنه کې جدي پام وکړي.
د بیلا بېلو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د ښاریانو د خوندیتوب په خاطر د دواپاشۍ کار له لسمې ناحیې پیل شو.
6 سرطان 1398