الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حدیبیې تړون د زغم، تدبیر او لاسته راوړنو درس

شاهین

د حدیبیې تړون د هجرت په شپږم کال د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مکـې قـریشـو تـرمنـځ د ذوالعقدې په میاشت کې د حدیبیې په سیمه کې لاسلیک شو. دغه تړون د مسلمانانو له زغم، آزمایښت او لاسته راوړنو څخه ډک درس هم شمېرل کېږي، ځکه چې په دې تړون کې ذکر شوي وو:
که له قریشو څخه کوم کس محمد(ص) ته وتښتېده، نو بېرته به قریشو ته سپارل کېږي او که له محمد(ص) څخه د قریشو خوا ته وتښتېد، نو قریش اړ نه دي چې بېرته یې رسول الله(ص) ته وسپاري. همدې مادې د حدیبیې مذاکراتو پـرمهال د مسلمـانانو تر منځ ستونزې او شور رامنځته کړ.
سهیل بن عـمرو د تړون د همدې مادې پر بنسټ خپل زوی ابوجندل پر ځنځنیرونو تړلی له ځان سره روان کړ، چې مسلمانان یې سخت خپه او ناهیلي کړل.
کله چې جناب محمد(ص) مدینې ته راورسید، د قریشو یو غړی مدینې ته راوتښتېد. دا عتبه بن آسید ابو بصیر نومېده او د بنو زهرة ملګری او متحـد ؤ. نـومـوړی ځکـه را تښتېدلی وو، چې د اسلام له کبله مشرکانو سخت ځورولی وو.
څنګه چې ابو بصیر مدینې ته را ورسېد، د بنو زهره قبیلې مشر الاخنس بن شرق خپل دوه استازي د قریشو له پیغام سره یو ځای مدینې ته واستول او د یادې مادې پر بنسټ یې وغوښتل،چې ابو بصیر دغه استازو ته وسپاري تر څو یې بېرته مکې ته راستون کړي.
نبي علیه السلام بله چاره نه درلوده او د حدیبیې تړون ته باید ژمن وای. د ابوجندل د پیښې په څېر دا هم مسلمانانو ته سخته وه، چې دا تازه مسلمان شوی کس قریشو ته ورتسلیم کړي.
د صحیح مسلم، الجهاد و الیسر کتاب په ۱۷۸۴م حدیث شریف کې داسې راغلي دي:
ژباړه: مسور بن مخرمه او مروان رضی الله عنهما وایي: ابو بصیر رضی الله عنه، چې د قریشو له ډلې څخه او مسلمان شوی ؤ، مدینې ته راغی. قریشو دوه کسان پسې راولېږل او ویې ویل: د هغه تړون له مخې چې تا له موږ سره کړی دی، دا سړی موږ ته وسپاره!
نو رسول الله ﷺ ابو بصیر هغوی ته وسپاره. هغوی ابو بصیر له ځانه سره یووړ، تر دې چې د ذوالحلیفې ځای ته ورسېدل، هلته کېناستل او خرما یې خوړله، ابو بصیر یو کس ته وویل: په الله قسم، ستا دا توره ډېره ښه ښکاري.
هغه وویل: هو، په الله قسم، دا ډېره ښه ده، ما ورباندې جګړه هم کړې ده. ابو بصیر توره ترې واخیسته او هغه سړی یې پرې وواژه، بل کس وتښتېد او مدینې ته راغی، منډه یې وهله او جومات ته ننوت.
رسول الله ﷺ چې هغه ولید، ویې فرمایل:
دا سړی سخت وېرېدلی ښکاري.
هغه وویل: په الله قسم، زما ملګری ووژل شو او اوس به زه هم ووژل شم .دا مهال ابو بصیر هم مدینې ته را ورسېد او نبي علیه السلام ته یې وویل:
ژباړه: ای د الله رسوله! تاسې خپله ژمنه پوره کړه، زه مو د قریشو استازو ته وسپارلم، بیا الله تعالی زه له هغوی څخه وژغورلم.
صحیح البخاري، د فتح الباري چاپ، ۲۷۳۱م حدیث.
ابو بصیر پوهیده چې، رسول الله صلی علیه وسلم کله پریکړه وکړه چې نوموړی بیرته قریشو ته تسلیم کړي، نو موخه یې دا وه، چې د حدبیې تړون ته خپله ژمنتیا ثابته کړي او سړی یې تسلیم کړ.
ابو بصیر له مدینې بهر د قریشو له استازو څخه تښتیدلی، اوس رسول الله صلی علیه وسلم اړ نه دی، چې دویم ځل یې بیا ور تسلیم کړي او د تړون له مخې په مدینه کې د پاتې کېدو حق هم نه لري. ابوبصیر ته په کار ده، چې د اوسېدو لپاره درېیم ځای وټاکي.
رسول الله صلی علیه وسلم د ابوبصیر د خبرې پر مهال وفرمایل:
ژباړه: افسوس د ده پر مور! که ده څوک درلودای، جګړه به یې پیل کړې وه. صحیح البخاری ۲۷۳۱ دا له معنا ډکه اشاره وه ،ابوبصیر پرې پوه شو او پریکړه یې وکړه چې، د ساحلي لارې په اوږدو کې په العین سیمه کې مېشت شي، د قریشو سوداګریز کاروانونه به له دې لارې تېرېدل، هلته میشت شو او د وسله وال مقاومت بنسټ یې کېښود.
په مکه کې مسلمانانو ته د ابوبصیر کېسه او د رسول الله صلی علیه وسلم له معنا ډکه اشاره ورسېده، پر ابو جندل سربېره نږدې ۷۰ تنه له خپلو کورنیو وتښتېدل او له ابو بصیره سره یو ځای شول، چې په دې کار سره قریشو ته بله ستونزه رامنځته شوه، ځکه د دوی د کاروانونو مخه به یې نیوله پر سوداګرو به یې بریدونه کول. قریش له سخت امنیتي ګواښ سره مخ شول دا یې له وسه پوره نه وه، چې له شام سره په ډاډه زړه او خوندي توګه سوداګري وکړي.
دا مهال قریشو ته له دې پرته بله لاره نه وه، چې رسول الله صلی علیه وسلم ته ولیکي چې، د حدیبیې په تړون کې د تسلیمۍ له بنده څخه تېر شي او د الله او خپلوۍ له مخې هغو مسلمانانو ته پناه ورکړي چې ، له ابوبصیر سره د دوی د سوداګرۍ پر لار مېشت دي.
رسول الله صلی علیه وسلم ابو بصیر ته لیک واستاوه څو له خپلو ملګرو سره مدینې ته راشي، خو دا لیک داسې مهال ابو بصیر ته ورسېده، چې نوموړي د زنکدن په حال کې وو، له مړینې وروسته هلته ښخ شو او ابوجندل پاتې مسلمانان له ځان سره مدینې ته راوستل او هلته یې آرام او ډاډه ژوند پیل کړ او په تړون کې د تسلیمۍ بند په دې توګه له منځه ولاړ.
دا پیښه دا معنـا ورکـوي چـې، مسلمانانو یو لرلید درلود او قریشو بیا له دې ځانګړنې بې برخې وو.
رسول الله صلی علیه وسلم هغه رواني ستونزه چې مسلمانان ورسره لاس او ګریوان وو په ډیر حکمت او پرته له دې چې تړون مات کړي، حل کړه. د ابو بصیر او ابوجندل په څېر کسان هم ځیرک ؤ، چې څنګه د رسول الله صلی علیه وسلم د خبرې پر منځپانګه او معنا پوه شول او سمدلاسه لاس پر کار شول.
قریش دومره زیانمن شول، چې خپله یې له رسول الله صلی علیه وسلم څخه وغوښتل، چې له دې مادې څخه تېر شي.
رسول الله صلی علیه وسلم داسې نوی نسل روزلی وو، چې ځیرک، فعال او له زړورتیا څخه برخمن ؤ. خو په مقابل کې یې زاړه او ټمبل خلک ؤ، چې له خپلې پخوانۍ او زړې تګلارې هیڅ نه تېریدل او هرې موضوع ته یې د تعصب او قبیلې له زوایي کتل.