الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ خبرتیا

12 دلو 1404


څرنګه چې کابل ښاریان په جریان کې دي،
کابل ښاروالۍ د ښار د پاکۍ، ښکلا او ښاري نظم په موخه د ښار په کچه په پلیو لارو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې د جامدو( وچو) کثافاتو لپاره په ژېړ رنګ د ځانګړو کثافات دانیو د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
دا کثافات دانۍ یوازې د جامدو کثافاتو په موخه طرحه شوې دي او په یادو کثافات دانیو کې دې ( د غذايي او څښاک توکو او ودانیزو موادو) له اچولو څخه په کلکه ډډه وشي.
د سرغړونې لیدلو په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي او د ښاري اصولو او قوانینو له مخې به مجازات شي.
د کابل ښار له ټولو شریفو اوسېدونکو څخه بیا غوښتنه کېږي چې، د ښاري نظم د اصولو په پام کې نیولو سره د ښار د پاکۍ په برخه کې همکاري وکړي او له ټولګټو وسایلو څخه سمه ګټه پورته کړي.
کابل زموږ ټولو ګډ کور او پاک ساتل یې د ټولو مسئولیت دی.