الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د واورې پاکولو حشر ترسره شو

12 دلو 1404


د ښاري تأسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې د زېرمه کولو په موخه، په شپږمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او یو شمېر ښاریانو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو.
د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر، د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: ښاریان باید واوره د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه جذب وړ سیمو ته ولېږدوي. د نوموړي په وینا؛ په سړکونو او کوڅو کې د بامونو او انګړونو د واورې اچول، د ښاري تأسیساتو د ویجاړېدو لامل ګرځي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې را ولاړوي.
ورته مهال د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، ښاریان وهڅول چې، واوره په مناسبو ځایونو کې زېرمه کړي. د نوموړي په وینا؛ دا کار کولای شي د ښاري آسانتیاوو په رامنځته کېدو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په پای کې د حشر ګډونوالو ژمنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د کلتوري برنامو د پلي کولو ، ښاري نظم او په نورو برخو کې همکاري وکړي.