
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د تېلو له یو شمېر ټانک لرونکو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ چې، پر ځای غوښتنو او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
په دې کتنه کې د کابل ښار د تېلو یو شمېر ټانک لرونکو د ښاري خدماتو، د کابل ښاروالۍ پر ځمکه د یو شمېر ټانک لرونکو د کرایې د تثبیت او نورو اړوند برخو کې خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې.
کابل ښاروال د هغوی د نظرونو او ستونزو تر اورېدو وروسته وویل چې، کابل ښاروالۍ د خصوصي سکتور ملاتړ کوي او د قانون په چوکاټ کې به ورته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه همکاري کولای شي د ښاري نظم د ټینګښت، د سوداګریزو فعالیتونو د لا ښه تنظیم او نورو آسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
کابل ښاروال د کابل ښار د تېلو له یو شمېر ټانک لرونکو سره وکتل
12 دلو 1404


