الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د میرویس میدان د هوايي پله شاوخوا پلیو لارو د کټارو نصبولو چارې روانې دي

12 دلو 1404


د کابل ښاروالۍ له خوا د ۳۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۴ مترو په لوړوالي د میرویس میدان ( کوټه سنګي) د هوايي پله شاوخوا پلیو لارو د کټارو نصبولو چارې روانې دي.
دا کټارې د پله شاوخوا پلیو لارو د نظم د ټینګښت، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاري ښکلا په موخه طرحې شوې دي چې، تر نصب کېدو وروسته به رنګ هم شي.
د یادونې وړ ده چې، د یادې سیمې یو شمېر پلې لارې او لښتي به هم په معیاري توګه بیا ورغول شي څو ښاریانو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.
تر دې وړاندې د فلزي کټارو د نشتون له امله ګرځنده پلورونکو له ګلدانونو ګټه اخیسته او په هغه کې یې تګ راتګ کاوه چې، دا کار د ګڼه ګوڼې د رامنځته کېدو او ښاري بې نظمۍ لامل ګرځېدلی وو.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده سیمه کې ښاري نظم رامنځته او ښاریان به وکولای شي خوندي تګ راتګ وکړي.