
د ښاري خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو او د دوهاړخیزې همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ او د مکروریانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې کابل ښاروال مولوي عبدالـرشید د همغږۍ پر پیاوړتیا او ارزښت او د ګډو همکاریو پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره، د مکروریانو اوسېدونکو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې او پراخ کړي.
کابل ښاروال همدا راز څرګنده کړه چې، دا اداره د متوازنې ښاري پراختیا د اصل له مخې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې نوې پروژې طرحه او پلې کوي، څو د ښاریانو ستونزو ته په عادلانه توګه رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه چې، د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کېدو لپاره د ښاریانو او د ښاري سکټور د اړوند ادارو همکاري حتمي او ضروري ده.
ورته مهال د مکروریانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي محمد شفیق محمود، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتوالی وښود او د مکروریانو په سیمو کې شته یو شمېر ستونزې یې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. نوموړي ډاډ ورکړ چې، دا ستونزې به د شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره هوارې شي.
په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ د ناستو پر دوام، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د مکروریانو د ماستر پلان او تفصلي پلانونو په تطبیق او ښاریانو ته د لا غوره ښاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د کابل ښاروالۍ او د مکروریانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
13 دلو 1404


