
د کابل ښاروالۍ له خوا د لومړۍ ناحیې اړوند کوڅو، سړکونو او عمومي واټونو کې د آدرس( پتې) موندنې لوحو د نصبولو چارې پیل شوې. دا کار د پتې موندنې برنامې په چوکاټ کې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په دقیقه توګه ترسره کېږي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د کابل ښاروالۍ د پتې موندنې پروژې په پلي کېدو سره به کابل ښاریانو او بهرنیو مېلمنو ته چې، په ښار کې تګ راتګ کوي ګڼې آسانتیاوې رامنځته او وبه کولای شي په آسانه توګه خپله د اړتیا وړ سیمه ومومي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، دغه پروژه د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په برخه کې هم مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دې وروستیو کې د درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیې په کچه د پتې موندنې لوحو د نصبولو چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال په دویمه، شپږمه، اتمه، لسمه، یولسمه او اولسمه ناحیه کې روانې دي.
همدا راز د دې برنامې په چوکاټ کې تر اوسه په ۱۲ ځایونو کې د ۷۹ معلوماتي او لارښوونې لوحې چې، په هغو کې واټن (فاصله) په پام کې نیول شوې ده، په یو شمېر واټونو او عمومي سړکونو کې نصب شوې او ټاکل شوې ده په ۷۵ نورو ځایونو کې د لارښوونې لوحې او په ۱۸۵ نورو سیمو کې د واټونو تر غاړو د لارښوونې تابلوګانې طرحه او نصب شي.
د یادونې وړ ده چې، په دغو تابلوګانو کې به د اړوند سیمې او ورڅېرمه سیمو نومونه درج شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ د پتې موندنې لوحې له Google Maps سره په مستقیمه توګه نښلول شوې او د هر کور، کوڅې او عمومي سیمو لپاره ډیجیټلي آدرسونه تولید شوي دي.
دا سیستم له QR Code او Plus code څخه په ګټه اخیستلو د ښاري ادرسونو د موندلو لپاره یوه غوره لاره ده چې، په چټکه توګه دقیق موقعیت ته لاس رسی آسانوي.
د مسئولینو په وینا؛ دا نوښت د ځایونو په اړه اطلاعاتو ته د انسان او ماشین لاس رسی ساده کوي او د کابل ښاریانو د سوکالۍ، امنیت او هوسا ژوند په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د لومړۍ ناحیې په کچه د آدرس ( پتې) موندنې لوحو د نصبولو چارې پیل شوې
14 دلو 1404


