الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

خبرتیا

15 دلو 1404


کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، چې، په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک د کار له امله، له اړتیا پرته په یاده څلورلارې کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي.
تازه په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله د جوړولو چارې پیل شوې دي او ورته مهال ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
په دې موخه چې، دا لویه زېربنايي پروژه په بریالیتوب سره پلې شي؛ د ښاریانو او د ښاري سکټور اړوند ادارو همکارۍ ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
کابل ښاروالۍ د کابل د ترافیکو ریاست له دوامداره همکاريو څخه چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې یې کړې دي مننه کوي او هیله لري چې، په دې برخه کې به خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

وړاندیز شوې بدیلې لارې:
د بادام باغ سړک
د کلوله پشتې سړک
له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې سړک
له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې سړک
له دهن باغ څخه تر کارته پروان پورې سړک
له دهن باغ څخه تر شهر آرا پورې سړک
له قوای مرکز څخه تر انصاري څلورلارې پورې سړک
د کورنیو چارو د پخواني وزارت او ملالۍ روغتون سړک
له شهرنو څخه تر پخواني تایمني او قلعه فتح الله پورې سړک
له کارته آریانا څخه تر کارته سخي پورې سړک