
د ښار د پاکۍ او ښکلا په موخه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د لسمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیې د سړکونو په پلیو لارو کې ۲۴۸ ښاري کثافات دانۍ نصب شوې.
د تنظیف ریاست د طرحې او پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې په ټولیزه توګه د ۵۰۳۸ کثافات دانیو د نصبولو چارې چې، د ۵۰ لېټره وچو کثافاتو ( کاغذ، پلاستیک او بوتل) ظرفیت او دغه راز د ۵۰ نورو کثافات دانیو چې، د ۷ متر مکعب کثافاتو ظرفیت لري تر لاس لاندې دي چې، ۲۴۸ یې د لسمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیې لپاره ځانګړې شوې دي.
همدا راز په دویمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې هم د دوه زره کثافات دانیو د نصبولو ځایونه تثبیت شوي دي چې، د نصبولو چارې به یې یو پر بل پسې ترسره شي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، له یادو کثافات دانیو څخه سمه ګټه پورته کړي، په سړکونو او پلیو لارو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او د ښار د پاکۍ، ښکلا او نظم په برخه کې دې د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره همکار و اوسي.
د لسمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیې د سړکونو په پلیو لارو کې ۲۴۸ ښاري کثافات دانۍ نصب شوې
15 دلو 1404


