د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل د شنو سیمو د ساتني کمپاین

8 سرطان 1398

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۵مه د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست د کاردان پوهنتون په همکارۍ د ښار د شنو سیمو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین وکړ. دې کمپاین کې د تایمني پخوانۍ څلور لارې ساحه کې د ګلانو او ونو د ساتنې، د ټرافیکي اشارو د مراعت، شنو سیمو د خوندیتوب، د پلاستیکي خلطو د کارونې د ضررونو او نورو مسایلو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شو. د کمپاین لومړۍ برخه کې د ګلانو او نیالګیو له کېنولو او ورسره پر خلکو د چاپیریال ساتنې او ښاري فرهنګ د ودې د شعارونو وېشنه شامله وه. دویمه برخه کې یې پر ډریورانو یو یو ګل وویشل شو او ورته وویل شول چې ټرافیکي اشارې مراعات کړئ. د پلاستیکي خلطو د مخنیوي د شعارونو وېش د کمپاین دریمه برخه وه چې په کې له ټولو ښاریانو وغوښتل شول د پلاستیکي خلطو کارونه بس کړي. دغه کمپاین چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، خلکو وویل د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره دا ډول کمپاینونه خورا ګټور دي. د کمپاین په اخره کې ټولو په یو غږ دا شعار ورکړ چې دولت خپل کار وکړ اوس زموږ د مسوولیت د اداینې وار دی. کمپاین کې له ښاریانو وغوښتل شول چې خپل مسوولیتونه درک کړي او د ټولو ښاري ادابو او اصولو مراعات دې له ځانه شروع کړي.