الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه

16 دلو 1404


د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه کولو په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د معینانو په ګډون د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې په لوړ پوړیزو ودانیو کې سرغړونو، د یو شمېر ناحیو د زوننګ او اقتصادي دهلیزونو د پلانونو، د کابل ښاروالۍ د نوې اداري ودانۍ د طرحې، د استملاکي جایدادونو د څېړنې، د نویو پروژو د تدارکاتي اسنادو د پړاونو ترسره کولو، د مراجعینو د کارونو پر وخت ترسره کولو، ښاري نظم او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
کابل ښاروال پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې، د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه کېدل، په منظم کار، همغږۍ او هڅو پورې تړلي دي څو ښاریانو ته سوکالي او هوساینه رامنځته شي.
همدا راز په دې غونډه کې د څانګو ترمنځ پر همغږۍ، شفافیت او ځواب ویلو هم ټینګار وشو او د اړوند څانګو مسئولینو ته لارښونه وشوه څو د غونډې پرېکړې او برنامې په ښه توګه او پر وخت عملي کړي.