الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین لېسې مخې د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې روانې دي

18 دلو 1404


د ترافیکي نظم، پلیو تګ کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او له پېښو څخه د مخنیوي په موخه د علاءالدین لېسې مخې ته د سړک د ګلدان د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې روانې دي.
د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې ده په یاده سیمه کې د پلیو تګ کوونکو لپاره یو هوايي پُل هم نصب شي. دا اوسپنیزې کټارې ۲۰۰ متره اوږدوالی او همدا راز هوايي پُل ۸۰ متره اوږدوالی، ۶ متره لوړوالی او ۲.۵ متره سور لري چې، د زینو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ د طرحې له مخې د ښار په ۱۰ نورو سیمو کې به هم د پلیو تګ کوونکو لپاره هوايي پلونه جوړ او نصب شي او تر اوسه په قمبر څلورلارې او د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته نصب شوي دي.
همدا راز د ښار په یو شمېر سیمیو کې د ښاري نظم په موخه د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې هم تر لاس لاندې دي څو پلي تګ کوونکي په آسانۍ سره تګ وکړي او له ګډوډۍ او بې نظمۍ مخنیوی وشي.