الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو د کابل ښاروال کړنې وستایلې

19 دلو 1404


د بېلابېلو ناحیو د ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو او د یو شمېر ناحیو اوسېدونکو د ښار د آبادۍ او مدیریت په برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.
په هغه جلا جلا غونډو کې چې، په همدې موخه جوړې شوې وې، ښاریانو خپلې یو شمېر ښاري ستونزې هم له کابل ښاروال سره شریکې کړې.
نوموړي د ښاریانو د نظرونو او ستونزو تر اوریدو وروسته، د کابل ښاروالۍ راتلونکي پلانونه تشریح کړل او ویې ویل: کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د ښاریانو په همکارۍ د متوازنې پراختیا اصل ته په کتو د ښار د اقتصادي ودې او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یو شمېر ټولګټې او زېربنايي پروژې پلې کړې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ښاریانو له پر ځای او منطقي نظرونو څخه به په ښاري پلان جوړولو کې ګټه پورته کړي او ښاریانو ته به په عادلانه توګه ښاري خدمتونه وړاندې کړي.
د کابل ښاروال زیاته کړه چې، د ښاریانو تشویق او هڅونه د رېښتني خدمت روحیه پیاوړې کوي او دا اداره هڅه کوي چې، د کابل ښاریانو ستونزو او اړتیاوو ته لا ډیر پام وشي.