الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنې لا جدي شوې دي

19 دلو 1404


د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د قیمتونو د ثبات، د نرخنامې د تطبیق او له سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه، د تهیه مسکن په منډوي کې د توکو له کیفیت او قیمت څخه څارنه وشوه.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: په یاده منډوي کې د ارتزاقي توکو له عمده او پرچون پلور څخه څارنه وشوه چې، په ترڅ کې یې هغه پلورنکي چې، خپل توکي یې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق پلورل لا وهڅول شول او هغو ته چې، سرغړونه یې درلوده اړینې سپارښتنې وشوې.
نوموړي له احتکار څخه په مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، ټول پلورونکي مکلف دي څو انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.
د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مرستیال په وینا؛ تر دې وړاندې ټولو اصنافو او هټۍوالو ته سپارښتنه شوې څو نرخنامه په لید وړ ځای کې نصب او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست ټینګار کوي چې، دا ډول څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د ښاریانو له حقونو څخه په ښه توګه ساتنه وشي.