محمدامین “مومند”

که له یوې خوا د بل قوم، ولس او ملت ژبه زده کول د انسان یو کمال، جمال، هنر، مهارت او ځانګړ پوهنه ده، خو بل خوا د خپلې ژبه نه
ویل او نه لیکل هم د ځان بدرنګول، بې هنرتوب، بې کلتورتوب او بې کمال توب، ورکاوی او سپکاوی دی.
د خپلې ژبې هېرول، د خپلې ژبې پرې کول، بې ژبې کېدل، د ځان هېرول او سپکول دي.
ژبه د انساني ټولنې د وګړو ترمنځ د پوهاوي، خبرو او بیانولو ستره الهي ډالۍ ده.
الله(ج) انسان د همدې ژبې په کارولو سره په نورو عالمونو متمایز او غوره ګرځولی او یو ناطق او ټولنیز پیداښت دی. انسان ته د الله(ج) له خوا همدا ډالۍ شوې ویانده او خبرلوڅه ژبه په مادي/ فزیکي لحاظ د غوښې یوه ټوټه خو په معنوي او ټولنیز لحاظ د انسانانو ترمنځ د پوهولو وسیله او ځانګړې نړۍ ده. همدا ژبه ده، چې په وسیله یې موږ انسانان یو بل ته ځانونه ورپېژنو، اړیکي جوړوو او پالو یې، یو بل ته د زړه حالونه وایوو او هغه خبرې چې موږ یې په زړه/ ذهن کې لرو، په وسیله یې توضیح او تشریح کوو. انسانانو ته د نورو الهي ورکړو ترڅنګ، د یوې ویاندې او خبرلوڅې ژبې ورکړه هم د الله(ج) یوه ځانګړې ورکړه ده. څرنګه چې د انسان په خوله کې د غاښونو ترمنځ پسته، نرمه او نازکه غوښینه ماده (ژبه) د هضم لپاره د خوړو د چمتوکولو او برابرولو او له ستوني څخه يې د تېرولو عملیه آسانه او لا ګړندۍ کوي، ترڅنګ یې پر همدې ځانګړې غوښینه ټوټه هغه اداء کېدونکي الفاظ، غږونه، او ویونه هم یوه ستره الهي ډالۍ او زموږ د زړونو د حالونو بیانونکي دي، چې د ژبو او ادبیاتو نړۍ یې پنځولې او د لغتونو، اصطلاحاتو، کلمو، جملو، عبارتونو، مطلبونو او ویناوو په بڼه په انساني ټولنیزه او پوهاویزه نړۍ کې شتون لري او د ژبو او ادبیاتو یوه جلا حېرانوونکې نړۍ ده. الله(ج) ځینو انسانانو ته له نورو انسانانو سره د پوهاوي لپاره د یوې یا دوو ، درېوو…. ژبو ورزده کولو پوهه او مهارت ور په برخه کړی وي. څوک یوه ژبه یاده او زده لري، څوک دوه، څوک درې، څوک څلور او څوک له دې هم ډېرې .
دا پر ځینو انسانانو د الله(ج) ځانګړی مرحمت او یو خدایي استعداد دی.
هغه کس یا کسان چې یوه ژبه یې یاده وي، یو سړی، که دوه ژبې یې یادې وي دوه سړیه، که درې یې یادې وي درې سړیه او که څلور یې یادې وي څلور سړیه او که په یوه هم نه شي غږېدلی نو بیا یې له بده مرغه (غوښینه + پوهاویزه) ژبه ګونګه ده.
الله(ج) دې موږ له داسې حالته د آل و اولاد ، کورنۍ، یارانو او دوستانو سره په خپل امان کې وساتي. آمین
د ژبو زده کړه، د انسان یو مهارت او په زده کولو او کارولو (ویلو او لیکلو) سره یې سړیتوبونه لا زیات او څو هومره کیږي. خو له بده مرغه ځیني د خدای(ج) ناشکره وروڼه او خویندې خپله ورزده مورنۍ، کورنۍ او قومي ژبه یا قصداً، یا د بې پروایې یا ارزښت نه ورکولو، یا د پاتې خلکو د ژبې او یا هم نورو لاملونو له امله هېروي او له یاده یې وباسي او په خپله خوله کې د نورو بهرنیو ژبو د الفاظو اړول را اړول ورته د خپلې ژبې د الفاظو د اړولو پر وړاندې او مقابل کې ډېر خوند ورکوي او په پردۍ ژبه هیڅ بې هیڅه ویاړي او په ویلو او لیکلو سره يې د خپل ځان، کورنۍ کلي او قوم سره د کینې او حسد ښودنې او څرګندونې تظاهر کوي، بیا نو داسې سړی نه د خپل قوم او نه هم د بل هغه قوم چې ده یې رنګ خپل او ځان ورمنسوب کړی، منسوب شي. په لوی لاس خپل ځان هیڅ بې هیڅه بې قومه، بې نومه او بې نښانه کړي. د ژبني بې تابعیتۍ ترڅنګ ورو ورو د قومي تابعیت د لاسه ورکولو له ګواښ سره هم مخ شي. بیا نو په شته ژبه، ادبیاتو، کلتور او فولکلور کې بې ژبې، بې ادبیاتو، بې کلتوره او بې فولکلوره شي.کله چې د یو چا ژبه ورکه شي نو ځان، قوم، ادبیات، تاریخ، ویاړونه، کلتور او نور ولسي ارزښتونه او ویاړونه یې هم ورک شي.
د خپلې ژبې پر ځای د پردۍ ژبې ویوونکي اشخاص او ولس سوکه سوکه پخپله ورک او په پای کې یې د سپکاوي لامل شي.
خوشحال خان بابا وایي:
چې درانه سپک کول غواړي _ خپله سپک شي
څوک چې نور ورک کول غواړي _ خپله ورک شي
د خپلې ژبې نه ویوونکی شخص یا اشخاص دې دا فکر له خپلو مغزو څخه وباسي، چې ګنې په ټول ملت، قوم، کلي، ولس او یا کورنۍ کې بس همدا دی او نور قحط الرجال دی. هیڅکله یوازې د ده له خوا د خپلې ملي، قومي، کورنۍ یا مورنۍ ژبې د نه ویلو یا نه لیکلو له امله ژبه د ورکاوي او سپکاوي لامل نه ګرځي، بلکې ماشاءالله هغه لوی ولس او ویوونکي لري، د ولس زور د خدای(ج) زور دی، لوی شان او شوکت لري. بلکې د شخص د دغسې کړنو له امله پخپله دغه شخص ورک او سپک کیږي.
د خپلې ژبې هېرول، د خپل ځان او قوم ورک کول دي


