
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ، د شپږمې، اتمې، لسمې، پنځلسمې، اولسمې او نولسمې ناحیې له لوري د ګذر وکیلانو په توګه د ورپېژندل شویو کسانو د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نوماندو کسانو وړتیاوې، ټولنیزه ژمنتیا او د مسئولیت منلو کچه، د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ په هر اړخیز ډول و ارزول شول.
د ارزونې د پایلو پر بنسټ هغه کسان چې، په شرایطو برابر ؤ او لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د کمېټې د تائید وړ وګرځېدل چې، د وروستي تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته ور وپېژندل شي.
د قانوني پړاونو له ترسره کېدو وروسته به ټاکل شوي کسان د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو ریاست له خوا د ګذر وکالت د مهر ترلاسه کولو وروسته اړوند ناحیو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده چې، ګذر وکیلان له وړ، ژمن او مسئولو کسانو څخه ټاکل کېږي، څو د خلکو د استازو په توګه په ټولنیزو چارو کې د ښه والي، د ښاري چارو په تنظیم او د ښاریانو او ښاروالۍ تر منځ د همکارۍ په پیاوړتیا کې ګټور رول ولوبوي.
ګذر وکیلان د خپلو دندو د لایحې له مخې د خلکو او مسؤلینو تر منځ د نښلوونکي پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې خپل مسئولیت په غوره او صادقانه توګه تر سره کړي.
د ګذر وکالت لپاره معرفي شوي کسان و ارزول شول
20 دلو 1404


