
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د درېیمې ناحیې د سړکونو په پلیو لارو کې د ښاري کثافات دانیو د نصبولو چارې پیل شوې. په لومړي پړاو کې به ۳۰۰ کثافات دانۍ د یادې ناحیې په کچه نصب شي څو د کثافاتو مدیریت او د چاپېریال پاک ساتلو ته زمینه برابره شي.
د تنظیف ریاست مسئولین وايي چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې په ټولیزه توګه د ۵۰۳۸ کثافات دانیو د نصبولو چارې چې، د ۵۰ لېټره وچو کثافاتو ( کاغذ، پلاستیک او بوتل) ظرفیت او دغه راز د ۵۰ نورو کثافات دانیو چې، د ۷ متر مکعب کثافاتو ظرفیت لري تر لاس لاندې دي.
همدا راز په شپږو ناحیو کې هم د دوه زره کثافات دانیو د نصبولو ځایونه په نښه شوي چې، د نصبولو چارې به یې په بل پړاو کې ترسره شي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، له یادو کثافات دانیو څخه سمه ګټه پورته کړي، په سړکونو او پلیو لارو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او د ښار د پاکۍ، ښکلا او نظم په برخه کې دې د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره همکار و اوسي.
د درېیمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري کثافات دانیو د نصبولو چارې پیل شوې
20 دلو 1404


