
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بت خاک ( ملالۍ) تر څلورلارې پورې د بګرامیو سړک د جدولونو د بیارغولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې او وروسته رنګ شي.
جدلونه د ترافیکي بهیر د وېش او ښاري ښکلا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
کابل ښاروالۍ د ښاري تاسیساتو د ساتنې او دوام په موخه، د سړکونو د بیارغونې چارې ترلاس لاندې لري او د ښار په کچه هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري یو پر بل پسې به بیا ورغول شي.
د بګرامیو سړک د جدولونو د بیارغونې چارې روانې دي
20 دلو 1404


