
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې د رسول اکرم (ص) د جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ دا جومات چې، د ۹۰۰ متر مربع مساحت په درلودولو سره د یوې تهکوۍ په ګډون په دوو پوړونو کې په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به جوړ شي.
د ډېزاین له مخې دا جومات په یو وخت د ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او په هغه کې د لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه ځای، تشنابونه، زرغونې سیمې او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې څلور نور جامع جوماتونه هم په اساسي توګه جوړ شي څو، ښاریان وکولای شي په مناسب ځای کې خپل عبادات ترسره او په یوه آرامه فضا کې خپل لمونځونه اداء کړي.
په لسمه ناحیه کې د رسول اکرم (ص) جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي
20 دلو 1404


