د نړیوالو اړیکو کارپوه محمداسماعیل شاهین

ټاپي، د ترکمنستان، افغـانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنيو تورو څخه جوړه شوې کلمه ده. یاد هېوادونه په دې پروژه کې ښکېل دي او ګټه يې ترلاسه کوي. د یادې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.
دغه نل لیکه به هر کال د ترکمنستان ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي. د ټاپي د ګازو نل لیکه د ترکمنستان له ګیلکنیش سیمې څخه پېل او د افغانستان له هرات او کندهار څخه تېرېږي او د مقبوضه افغانستان کوټې ته رسېږي، چې بیا د مقبوضه ملتان څخه له تېرېدو وروسته په هند کې خپل وروستي لوی تمځای فاضلیکا ته رسېږي. د ترکمنستان له ګیلکنیش څخه د هند تر فاضلیکا پورې د ټاپي پروژې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره کېږي چې، ۸۱۶ کیلو متره یې له افغانستان څخه تېرېږي.
افغانستان د دې پروژې د ترانزیټ هېوادونو له ډلې څخه دی او له ستراتېژیک پلوه ځانګړی اهمیت لري. د دې پروژې لومړۍ ګټه د افغانستان لپاره د ګاز پایپ لاین له لارې د ټرانزیټ عواید دي، چې افغانستان به هر کال له دې لارې ۴۰۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي، چې دا به د زېربناوو په پراختیا او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې ګټور تمام شي. همدارنګه ټاپي پروژه کولای شي د افغانستان د کورني انرژۍ وضعیت ته هم وده ورکړي. د دې نل لیکې له لارې افغانستان کولای شي د لېږدول کېدونکي ګاز یوه برخه د خپل کورني مصرف لپاره وساتي، چې دا به د دوامدارې انرژۍ په تأمین او د بهرنیو سرچینو پر کمېدو کې مرسته وکړي.
د ټاپي پروژې له مهمو ګټو څخه یو د ګاز له عوایدو څخه ترلاسه کېدونکی عواید دی. دا پروژه نه یوازې د اقتصادي او صنعتي زېربناوو په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې مرسته کوي، بلکې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې به زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي. همدارنګه د افغانستان په ځینو سیمو کې د ګاز تأمین، دوامداره انرژۍ ته لاسرسی ښه کوي او د بهرنیو سرچینو پر وابستګۍ کې کمښت راولي.
دا نل لیکه د یوه مهم اقتصادي رګ په توګه کولای شي د صنعت د پراختیا او د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل شي. د ترکمنستان د جنوبي آسیا پر لور د ګاز د لېږد له لارې، افغانستان په یوه لوی اقتصادي مرکز بدلېږي، چې دا د سیمې په کچه د افغانستان رول او مقام لوړوي.
له امنیتي اړخه ټاپي پروژه د اسلامي امارت لپاره یو فرصت او ګټه بلل کېږي، ځکه اسلامي امارت په افغانستان کې د ټینګې او پیاوړې امنیتي فضأ په برابرولو سره د داسې لویو پروژو د پیل زمینه برابره کړې او دا د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د زیاتېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې به اقتصادي پرمختګ او د هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي.
د افغانستان اسلامي امارت د دې ستراتېژیک فرصت په پام کې نیولو سره، د دې مهمې پروژې د پیل او ساتنې لپاره ډیرې هڅې کړې دي، ځکه د امنیت له برکته د داسې لویو پروژو عملي کېدل د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ پیاوړې او ژوره اقتصادي اړیکه رامنځته کوي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د ټاپي پروژې عملي چارې په ۲۰۲۴/۹/۱۱ نېټه پیل شوې. اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې، د بشپړ امنیت په تأمین سره، د ترکمنستان او نورو ښکېلو هېوادونو له چارواکو سره اړینې همغږۍ کړې، چې د دې پروژې په پرمختګ کې یې مرسته کړې ده.
تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نل لیکه ۱۵ کیلومتره غځیدلې ده او ۹۱ کیلومتره نوره سیمه د نل لیکې د غځولو لپاره هم چمتو شوې ده.
له بلې خوا د ټاپي پروژه یوازې د ښکېلو هېوادونو لپاره اهمیت نه لري، بلکې په نړیواله کچه هم مثبتې اغېزې لرلای شي. د هند او پاکستان انرژي ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیا په پام کې نیولو سره، دا نل لیکه کولای شي د دغو هېوادونو لپاره دوامداره انرژي تأمین کړي. ترکمنستان د ګاز د پراخو زېرمو په لرلو سره کولای شي د دې پروژې له لارې د خپل ګاز د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي. په نړیواله کچه ټاپي کولای شي د اسلامي امارت او سیمې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د یوې بریالۍ بېلګې په توګه وپېژندل شي، چې د غړو هېوادونو اقتصاد به ورسره پیاوړی او په افغانستان کې به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي.
د ټاپي پروژې له بشپړېدو او فعالېدو سره، اسلامي امارت کولای شي د سیمې او نړۍ د انرژۍ په تأمین کې مهم رول ولوبوي او د ګازو له عوایدو څخه د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې د یوه مهمې سرچینې په توګه ګټه واخلي. دا پروژه د اسلامي امارت د هغو دوامدارو هڅو یوه بېلګه ده چې، د یوه آباد او باثباته افغانستان د رامنځته کېدو په موخه یې ترسره کوي.
پر افغانستان د ټاپي پروژې اقتصادي اغېـزې


