“عزیزي”

ښار د انساني ژوند هغه مهم چاپېریال دی، چې د تېر تاریخ نښې، د نن اړتیاوې او د سبا هیلې پکې یو ځای کېږي. ښار یوازې د لوړو
ودانیو، پراخو سړکونو او ګڼه ګوڼې نوم نه دی، بلکې یو ټولنیز او کلتوري جوړښت دی چې، پکې دودیز ارزښتونه او عصري نوښتونه په دوامداره توګه یو له بل سره اړیکه پیدا کوي، همدا اړیکه بیا ښاري ژوند ته ځانګړی رنګ او مانا ورکوي.
په ښاري ټولنه کې دود د خلکو د هویت، یووالي او کلتوري پیوستون بنسټ جوړوي. ژبه، دیني عقاید، ولسي رواجونه، دودیز بازارونه، تاریخي ودانۍ او کلتوري مراسم هغه عناصر دي چې، ښار د خپل تېر سره نښلوي.
سره له دې چې ښاري ژوند د بدلون او پرمختګ په حال کې دی، خو خلک لا هم هڅه کوي چې، خپلې کلتوري رېښې وساتي او خپلو مشروع دودونو ته درناوی وکړي.
له بلې خوا ښار د نوښت، پرمختګ او پرمختللې ټکنالوژۍ اصلي مرکز هم بلل کېږي.
پرمختللي ترانسپورتي سیستمونه، عصـري، روغتیـايي او ښوونیـز خدمتونه، ډیجیټلي وسایل او نویو سوداګریزو لارو د ښاري ژوند بڼه بدله کړې ده.
دغو بدلونونو نه یوازې د خلکو ژوند آسانه کړی، بلکې اقتصادي وده یې هم چټکه کړې ده او په ښار کې یې نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
د دود او نوښت ترمنځ اړیکه تل د ټکر معنا نه لري، په ډېرو ښارونو کې دا دواړه یو بل بشپړوي او د یو بل ملاتړ یې کوي. تاریخي ودانۍ د عصري ټکنالوژۍ په مرسته ساتل کېـږي، دودیز صنـایع د نوې بازار موندنې له لارې بیا را ژونـدي کېـږي او کلتوري ارزښتـونه د معاصرو اړتیاوو سره سم نوي تعبیرونه مومي. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې، نوښت کولای شي دود پیاوړی کړي.
خو له دې سره سره د ښاري پراختیا په بهیر کې ځینې ستونزې هم رامنځته کېږي، چټک ښاري کېدل، نړیوال کلتوري اغېز او بې پلانه پراختیا کولای شي دودیز ارزښتونه کمزوري کړي. ځوان نسل کله نا کله د عصري ژوند تر اغېز لاندې خپلې کلتوري ریښې هېروي.
د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې، کلتوري پوهاوی زیات شي، تاریخي میراثونه وساتل شي او د ښاري پراختیا پالیسۍ د ټولنې له ارزښتونو سره سمې جوړې شي.
د تاریخي میراثونو د ژوندي سالتو په برخه کې کابل ښاروالۍ د خپلو رغنیزو چارو ترڅنګ دی نوې پانګې ته هم پاملرنه کړې ده.
څرنګه چې لیدل کیږي په ځینو سیمو کې سړکونه داسې ځایونو کې ډیزایـن شـوي دي چې، هلته جوماتونه او تاریخي ځایونه شته دي، خو دې ادارې د افغـانستان اسـلامي امارت د مشـرتـابـه د سپارښتنې پر بنسټ د سـړکونو لـوري بـدل کړي او جوماتونه او تاریخي ځایونه یې له ویجاړېدو څخه ژغورلي دي.
د بېلګې په توګه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک په اوږدو کې جوماتونه په خپل ځای پاتې دي او همدا راز له دهمزنګ څخه تر پُل آرتل پورې د دوست محمد خان ښـوونځي تاریخي ودانۍ ژرغول شوې او کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.
همدا راز د شاه دوشمشېره له جومات څخه تر پُل باغ عمومي پورې تاریخي بازار بېرته خپل اصلي او کلاسیک حالت ته را ګرځول شوی چـې، دا د تـاریخي او کلتوري ارزښتونو د ساتلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د هڅو بېلګې دي.
اوس د کـابـل ښـاروالۍ د نـه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د ښار ښکلا زیاته شوې، د ښاري ژوند چاپېریال منظم او ښه شوی او لا هم هڅه کوي څو، کابل په نږدې راتلونکې کې په یوه منظم، آباد او پرمختللي ښار بدل کړي.
ښار یوازې د حکومتونو او ادارو په هڅو نه رغېږي، بلکې د ښاریانو ونډه پکې بنسټیز اهمیت لري، ښاریان د ښار اصلي اوسېدونکي دي او د هغوی چلند، پوهاوی او همکاري د ښاري پراختیا کیفیت لوړوي. که خلک له ښاري اصولو سره سم ژوند وکړي، نو ښار منظم، پاک او د اوسېدو لپاره مناسب پاتې کېږي.
د ښار په معیاري پراختیا کې د ښاریانو رول له قانونپالنې پیلېږي، د ترافیکي اصولو رعایت، د عامه شتمنیو سـاتنه، د کثـافاتو سم مدیریت او د چـاپېریال ساتنه هغه کـړنې دي چـې، د هــر ښـاري مسئولیت ګڼل کېږي. کله چې ښاریان له ښاروالۍ سره مرسته وکړي، د سړکونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو ساتنه آسانه کېږي او ښاري خدمتونه اغېزمن تمامېږي.
له بلې خوا، د دودونو او کلتوري ارزښتونو ساتنه هم د ښاریانو پر مسئولیت منلو پورې اړه لري.
روا او مشروع دودونه، ژبه، ملي او کلتوري ارزښتونه هغه شتمنۍ دي چې، د خلکو په عملي ګډون ژوندي پاتې کېږي. ښاریان کولای شي د خپلو دودونو د درناوي، د تاریخي سـیمو د سـاتنـې او د کلتوري فعالیتونو د ملاتړ له لارې خپل کلتوري هویت خوندي وساتي.
په پای کې ویلای شو چې، ښار د دود او نوښت ګډ ژوند دی، هغه ښارونه چې وکولای شي د تېر درنـاوی وساتي او د راتلـونکي هرکلی وکړي، بریالي ښارونه ګڼل کېږي.
که دا توازن وساتل شي، ښار به نه یوازې د ژوند لپاره غوره ځای وي، بلکې د ټولنیز ثبات، کلتوري بډاینې او دوامدار پرمختګ ضامن هم کیږي.
ښار؛ د دود، نوښت او پرمختګ هېنداره


