الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

21 دلو 1404


د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د ۵۳مې نرخنامې د چمتو کولو په موخه د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون ناسته ترسره شوه.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست انجنیر عصمت الله انصار وویل چې، په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د سوداګرۍ، پانګونې او هټیوالو خونې، د نفت او ګاز امارتي شرکت، د کیفیت او معیار ادارې او د اصنافو صلاحیت لرونکو استازو ګډون کړی وو. له بحث او خبرو اترو وروسته نوې نرخنامه چمتو شوه څو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په ښه قیمت او غوره کیفیت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا؛ په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارېدو شویو لومړنیو توکو په لوړ قیمت پلورلو څخه د مخنیوي او د اسعارو د قیمتونو د بدلون په اړه هم بحث وشو او مسئولینو ژمنه وکړه چې، د نرخونو د کنټرول په برخه کې به دوامداره هڅې کوي او سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ کېږي.
د یادونې وړ ده چې، دا نرخنامه د روژې په مبارکه میاشت کې ښاریانو ته د آسانتیاوو ته د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده او له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په بېلابېلو ناحیو کې ترې دوامداره څارنې ترسره شي.