
د څلورمې ناحیې اړوندپه تایمني پروژه کې، د حضرت یوسف (ع) جامع جومات د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره روانې دی.
ټاکل شوې ده دغه جومات، د ۸۰۰ متر مربع مساحت په درلودلو سره، په دوو پوړونو کې د ۶ میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
تر دې وړاندې د جومات د کوچینیوالي له امله د سیمې اوسېدونکي د لمانځه د ادا کولو پرمهال له ستونزو سره مخ ؤ، چې د سروي او معیاري ډیزاین له ترسره کېدو وروسته یې د اساسي جوړولو په اړه اقدام وشو.
د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې له مخې، کابل ښاروالۍ مکلفه ده چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې پنځه جامع جوماتونه جوړ کړي، چې تر اوسه د دوو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې او د پاتې درې نورو جوماتونو د جوړولو چارې به له ژمي وروسته پیل شي.
پاتې دې نه وي چې، دا جومات به په یو وخت کې د څه باندې ۱۷۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت ولري.
په څلورمه ناحیه کې د حضرت یوسف(ع) د جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي
21 دلو 1404


