الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لوی کندهار یو شمېر اوسېدونکو د کابل ښاروال کړنې او لاسته راوړنې وستایلې

22 دلو 1404


د لوی کندهار یو شمېر اوسېدونکو د یوې ناستې په ترڅ کې د ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.
دوی په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې، کابل ښاروال په خپل مدبرانه او هوښیار مدیریت سره وکولای شول څو په کابل ښار کې د آبادۍ بې ساري پروژې پلې او د ښاریانو رضایت ترلاسه کړي.
د دوی په وینا؛ د ښار د معیاري پراختیا او روښانه راتلونکې په برخه کې د ارزول شویو پلانونو له مخې ټولګټې او زېربنایي پروژې پلې شوې دي چې، دا چاره به په راتلونکې کې د یوه معیاري ښار د جوړېدو لامل وګرځي.
د غونډې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو کړنې هم وستایلې او کابل ښاروال ته یې د عزت پګړۍ ور په سر او چپنه ورته په اوږو واچوله.
ورته مهال کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د نویو سړکونو او پلونو په جوړېدو سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د نوموړي په وینا؛ د ښاریانو له همکارۍ پرته د ښار آبادي ناشوني ده او په ګډ کار سره کولای شو کابل په یوه آباد او پرمختللي ښار بدل کړو.
د یادونې وړ ده چې، د ا.ا.ا د لارښوونې پر بنسټ د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو په کندهار ښار کې یو شمېر پروژې سروې او ډیزاین کړې دي.