
د مسلخونو د معیاري کولو په موخه د ګمارل شوې کمېټې ناسته ترسره شوه. دا کمېټه د کابل ښاروالۍ، عامې روغتیا، کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارتونو، د کابل امنیه قوماندانۍ او د امارتي شرکتونو له استازو څخه جوړه شوې ده.
یادې کمېټې په خپله ناسته کې د امارتي مسلخونو د کنټرول او څارنې په برخه کې یو شمېر مهمې پرېکړې ترسره کړې.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد وویل چې، د رستورانتونو، د ودونو د هوټلونو، او قصابیو فعالیت کوونکي مکلف دي څو خپله د اړتیا وړ غوښه له قانوني مسلخونو څخه ترلاسه کړي او د هټیو او ملکیتونو مخې ته د څارویو له حلالولو څخه په کلکه ډډه وکړي. د نوموړي په وینا؛ مخکې په دې برخه کې سرغړونې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا سبب ګرځېدلي وې.
همدا راز د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ټینګار وکړ چې، په رسټورانتونو او د ودونو په هوټلونو کې د قصابانو له لوري د غوښې پلورل تر څارنې لاندې دي چې، موخه یې له سرغړونو څخه مخنیوی او د چاپېریال سالم ساتل دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب او د ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه په عامه سیمو، د هټیو او ملکیتونو مخې ته د څارویو حلالول په کلکه منع دي. ښاریان کولای شي خپله د اړتیا وړ غوښه د کاریز میر، ریشخور، مکروریان او کمپنۍ په سیمو کې له قانوني مسلخونو څخه ترلاسه کړي.
ګمارل شوې کمېټې د مسلخونو پرمعیاري کولو او په قانوني توګه د غوښې په چمتو کولو ټینګار وکړ
22 دلو 1404


