
د لسمې ناحیې د مسئولینو له خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یادې ناحیې اړوند د سلطان محمود غزنوي، قلعه فتح الله بازار او یو شمېر نورو ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو.
په دې اقدام کې یو شمېر ښاري سرغړونو ته د قانون له مخې رسېدنه وشوه. همدا راز هغه ګرځنده موټر مینځونکي چې، د سړکونو د ویجاړېدو او د ښاري نظم د ګډوډۍ لامل ګرځېدلي وو د سړکونو له غاړو وشړل شول.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، سړکونه، پلې لارې او زرغونې سیمې عامه ملکیتونه دي او هېڅوک حق نه لري د اصولو او مقرراتو خلاف له یادو سیمو شخصي ګټه پورته کړي.
دغه راز سرغړونکو ته ګوت څنډنه وشوه چې، د سړکونو او پلیو لارو له بندولو په کلکه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ له خوا په نورو ناحیو کې هم د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی کېږي څو د قانون حاکمیت ته زمینه برابره او ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
په لسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو
22 دلو 1404


