الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ په وده کې د ښوونځیو د رول په اړه د پوهنې له وزیر سره لیدنه

10 سرطان 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدماتو معین محمد فاضل شریفي د ښاري فرهنګ د ودې په اړه د عامه پوهاوي زیاتولو په منظور د پوهنې له وزیر محترم میرویس بلخي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د تجدید او د پخوانیو هوکړو د نوي کولو او ارزولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

ناسته کې پریکړه وشوه چې له ارزونې وروسته به د پخوانۍ هوکړې په متن کې به دا اضافه کیږي چې د ښاري فرهنګ، د چاپیریال ساتنې او ښاري اصولو د مراعات اړوند مسایل به درسي نصاب کې اضافه کېږي.

دغه راز هوکړه وشوه چې دوړاه ارګانونه به د ښاري فرهنګ په وده کې خپل مسوولیتونه په ګډه ادا کوي.