الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.6875 افغانی
1 یورو 74.2250 افغانی
1 درهم 17.3625 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2213 افغانی
1 هندی 0.7600 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ښار د یو شمېر ناحیو له عالمانو سره وکتل

23 دلو 1404


د ښار د غوره مدیریت او د ښاریانو ستونزو د رسېدو په موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د درېیمې، اوومې، دولسمې او دوه ویشتمې ناحیې له یو شمېر عالمانو سره وکتل او په مهمو ښاري موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې کابل ښاروال د خدمت کولو په برخه کې خپله ژمنه یو ځل بیا تازه وکړه او ویې ویل چې، د ښاري ژوند د نظم او هوساینې په برخه کې د کابل ښار په کچه بېلابېل پلانونه د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي څرګنده کړه چې، عالمان کولای شي د عامه پوهاوي او دیني ارشاداتو له لارې د قانون د حاکمیت او د ښاري اصولو او مقرراتو د پلي کولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي. هغه ټینګار وکړ چې، د تلپاتې نظم او معیاري پراختیا په برخه کې د ښاریانو همکارۍ او همغږۍ ته جدي اړتیا لیدل کېږي. همدا راز کابل ښاروال په بېلابېلو ناحیو کې د نویو پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.
ورته مهال د عالمانو په استازیتوب مولوي عارف الله مومند د کابل ښاروالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له ښاري خدمتونو څخه په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو او د ودانیز جواز د ویشلو او ځینو نورو برخو کې یې یو شمېر ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې.
دوی ژمنه وکړه چې، د جمعې ورځې د خطبو له لارې به ښاریان د ښاري کلتور مراعاتولو، او له کابل ښاروالۍ سره همکارۍ ته وهڅوي څو د یوه پرمختللي او منظم ښار هیلې په حقیقت بدلې شي.
د ناستې په پای کې کابل ښاروال ځان د خلکو خادم یاد کړ او ویې ویل چې، د دیني عالمانو له لوري هڅونه به د خدمت کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه اراده لا پیاوړې کړي او هڅه به وکړي څو ښاریانو ته لا ډېر ګټور خدمتونه وړاندې کړي.