الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.6875 افغانی
1 یورو 74.2250 افغانی
1 درهم 17.3625 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2213 افغانی
1 هندی 0.7600 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ذبح شویو څارویو ۱۷۶ کیلوګرامه خرابه شوې غوښه له منځه يووړل شوه

27 دلو 1404


د ذبح شویو څارویو ۱۷۶ کیلوګرامه خرابه شوې غوښه او نور پاتې شوني لکه، ځیګر، سږي، زړه، ګردې(بډوډي) او د څارویو نور اضافي غړي، د کمپنۍ، شکردرې او ریشخور سیمو په مسلخونو کې د موظف پلاوي په حضور کې له منځه یووړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل‌کریم احمد په دې اړه وویل: دغه توکي د کار وړ نه ؤ او د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي په موخه، له منځه وړل شوي دي.
نوموړي له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، خپله د اړتیا وړ غوښه له هغو قصابیو څخه ترلاسه کړي کوم چې څاروي یې په معیاري مسلخونو کې ذبح کړي وي.
ښاغلي مفتي احمد ډاډ ورکړ چې، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند مسلخونه، د امارتي شرکت مسلخ او نور جواز لرونکي مسلخونه د موظفې کمېټې له خوا تر څارنې لاندې دي.