
د ښاري نظم د تأمین او د پلي ترافیک د غوره مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د میرویس میدان (کوټهسنگي) هوايي پله شاوخوا پلیو لارو کې د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې په منظم ډول روانې لري.
دغه کټارې په ټولیزه توګه د ۳۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۴ مترو په لوړوالي ډیزاین شوې دي، چې له نصبولو وروسته به رنګ هم شي.
د دغو کټارو په نصبولو سره به له یوې خوا د ښاریانو تګ راتګ تنظیم شي او بله خوا به د پله شاوخوا سړکونو ګڼه ګوڼه کمه او دسیمې ښکلا به نوره هم زیاته شي.
تر دې وړاندې د معیاري کټارو د نشتوالي له امله ګرځنده پلورونکو له ګلدانونو څخه ناوړه ګټه پورته کوله، چې د دوی دغه غیر قانوني کار په سیمه کې د بې نظمۍ او ګڼهګوڼې د زیاتوالي لامل شوی ؤ.
د دې برنامې په پلي کېدو سره، په سیمه کې د ښاري نظم، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته شوی دی.
د میرویس میدان د هوايي پله شاوخوا پلیو لارو د کټارو نصبولو چارې روانې دي
27 دلو 1404


