
چمتوکوونکی: ز- ناصري
لوی ښارونه د انسان د فکر، هڅې او تمدن ژوندی انځور او هنداره ده. هر څومره چې یو ښار پراخېږي، هغومره د انساني تګ راتګ، سوداګرۍ، خدمتونو او ټولنیز ژوند اړتیاوې هم په آسانۍ سره حل کېږي. په معاصرو لويو ښارونو کې د نفوسو چټک زیاتوالی او د موټرو بې ساری ډېرښت، هغه ستونزې او ننګونې دي چې، دودیز سړکونه یې د حل توان نه لري. همدلته ده چې د موټرو لپاره د هوایي پلونو اړتیا د یوې اساسي او اغېزمنې حللارې په توګه راڅرګندېږي.
هوایي پلونه یوازې د کانکریټ او اوسپنې جوړښتونه نه دي، بلکې د ښاري نظم، فنی او تخنیکي فکر او د ښار د پرمختګ نښې دي. کله چې موټر له ځمکې پورته، د نورو لارو له خنډ پرته، په خپله لار روان وي، نو دا یوازې د وخت سپما نه ده، بلکې د ښاري ژوند د کیفیت لوړوالی هم دی. په ګڼ مېشتو ښارونو کې چې هره څلورلارې د ساعتونو بندښت شاهد وي، هوایي پلونه د ترافیکي فشار د کمښت تر ټولو اغېزمنه لار ګڼل کېږي.
د موټرو لپاره د هوایي پلونو جوړول د ترافیکي پېښو د کمښت لامل هم ګرځي. په ځمکنیو سړکونو کې د پليو، بایسکل چلونکو او موټرو ګډ تګ راتګ د ګواښ کچه لوړه وي، خو کله چې موټر په ځانګړو هوایي پلونو حرکت کوي، د ناڅاپي پېښو احتمال په څرګند ډول راکمېږي. دا چاره نه یوازې د انساني ژوند ساتنه ده، بلکې د روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د کمېدو لامل هم کېږي.
له اقتصادي پلوه، هوایي پلونه په ښار کې د تولیدي ځواک ملاتړ کوي. کله چې سوداګریز توکي پر وخت بازار ته ورسېږي، کارکوونکي له ځنډ پرته خپلو دندو ته ځان رسوي او د سړکونو بندښت د ساعتونو وخت ضایع نه کړي، نو دا هر څه په مستقیم ډول د ښار پر اقتصاد اغېز لري. هوایي پلونه وخت سپموي او وخت د معاصرې نړۍ تر ټولو ارزښتناکه پانګه ده.
سربېره پر دې، د هوایي پلونو شتون د ښار ښکلا او جوړښت ته ځانګړې ښکلا وربخښي. که هوایي پلونه د عصري انجینري او هنري ډیزاین له مخې جوړ شي، نو د ښار د پېژندنې نښه ګرځي. ډېری لوی ښارونه د خپلو هوایي پلونو له لارې د پرمختګ، نظم او عصريتوب پیغام نړۍ ته رسوي. دا پلونه نه یوازې د تګ راتګ وسیله، ببلکې د ښار د هویت برخه هم ګرځي.
د چاپېریال پاک ساتل هم د هوایي پلونو له ګټو څخه ده. کله چې موټر د سړک یا څلورلارې په بندښت کې کم وخت تېرکړي، د سون توکو مصرف راټیټېږي او د زهري ګازونو خپرېدل کمېږي. په دې توګه هوایي پلونه د پاکې هوا، سالم چاپېریال رامنځته کولو او د ښاري پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.
په دې توګه ویلای شو چې، په لويو ښارونو کې د موټرو لپاره د هوایي پلونو جوړول یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. دا اړتیا د نفوسو د زیاتوالي، د موټرو د ډېرښت، د وخت د ارزښت، د انساني خوندیتوب او د دوامداره پرمختګ له غوښتنو څخه راولاړېږي. په هغه ښارونو کې چې، د هوايي پلونو په جوړولو پانګونه کېږي، په حقیقت کې د سبا د هوسا، منظم او پرمختللي ژوند بنسټ جوړوي.
کابل، دغه ښکلی او تاریخي ښار، د تاریخ پر اوږو ولاړ د زغم او حوصلې ژوندى سمبول دی. د غرونو په منځ کې پروت دې ښار د پېړیو کیسې په خپله غېږه کې ساتلې دي، خو نن د نوې زمانې له آزموینو سره مخ دی.
د نفوس بې ساری زیاتوالی، له پلان پرته پراختیا او د موټرو ډېرښت، کابل داسې حالت ته رسولی چې سړکونه یې د انسان د زړه په څېر د ډېر بار له امله تنګېږي. په همدې وضعیت کې د موټرو لپاره هوایي پلونه د کابل د ساه اخیستلو یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.
نن کابل یو له هغو ښارونو څخه دی چې، د ترافیکي ګڼې ګوڼې درد یې هر اوسېدونکی احساسوي، د ښار مرکزي څلور لارې هر سهار او ماښام د موټرو د اوږدو قطارونو شاهدې وي چې له امله یې خلک ساعتونه په سړکونو کې ولاړ وي، وخت یې ضایع کېږي، اعصاب ستړي کېږي او د ژوند روان طبیعي نظم ګډوډېږي. دا ستونزه یوازې د تکلیف خبره نه ده، بلکې د اقتصاد، روغتیا او ټولنیز ژوند لپاره هم جدي ګواښ دی.
هوایي پلونه کولای شي کابل ته نوې ساه ورکړي او د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي. له نېکمرغه چې کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د یادې ستونزې د هوارولو او ښاریانو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه، د کابل ښار په څو ګڼه ګوڼې لرونکو سیمو کې د هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دغه هوایي پلونه د بره کي په څلورلارې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته او د نجات څلي په څلورلارې کې جوړېږي چې، اوس مهال د بره کي څلورلارې او د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته پلونو د جوړولو عملي چارې روانې دي او د نجات څلي څلورلارې د پله د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. د کابل ښاروالۍ دغه اقدام د دې ادارې په تاریخ کې بې ساری بلل کېږي او موخه یې د ښار ښکلا، پرمختګ، د ترافیکي ستونزو هوارول او ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کول دي.
کابل ښار نن ورځ نه یوازې له ټرافیکي ستونزو ځورېږي، بلکې د هوا له ککړتیا سره هم مخ دی. هغه موټرونه چې ساعتونه په ځای ولاړ وي، زهرجن لوګي هوا ته خوشې کوي او د خلکو روغتیا ته زیان رسوي. هوایي پلونه د موټرو روان حرکت ته لاره هواروي، د تم کېدو وخت کموي او په دې توګه د هوا ککړتیا راټیټوي. د یادو پلونو جوړول، د ښار لپاره د روغتیا یوه بېسارې نسخه ګڼل کېږي.
له ادبي نظره، کابل د زړو خوبونو او نویو هیلو ښار دی. که سړکونه یې د تاریخ پاڼې وي، نو هوایي پلونه د راتلونکي کرښې دي چې پر دغو پاڼو لیکل کېږي. دا پلونه یوازې د اوسپنې او کانکریټ جوړښتونه نه دي، بلکې د نظم، پرمختګ او ښاري پوهاوي نښې دي. د کابل فضا ته د پلونو پورته کېدل دا پیغام لري چې، ښار لا هم د بدلون او پرمختګ اراده لري.
په پایله کې، د کابل په څېر ګڼ مېشتي ښار کې د هوایي پلونو جوړول یوه اړتیا ده، نه انتخاب. دا د وخت د سپما، د خلکو د آرام، د چاپېریال د ساتنې او د ښار د راتلونکي لپاره یو مهم ګام دی، چې کابل ښاروالۍ پورته کړی دی.
که کابل غواړي له اوسنۍ ټرافیکي ګډوډۍ ووځي او یوه منظمه او ښکلې ښاري څېره خپله کړي، نو باید خپل سړکونه یوازې پر ځمکه محدود نه کړي، بلکې اسمان ته هم د تګ لارې پرانیزي، چې دې کار ته کابل ښاروالۍ مټې رانغړلې دي او غواړي د کابل ښار او په دې ښار کې د مېشتو اوسېدونکو دغه هیلې په حقیقت بدلې کړي.
په پای کې له پاک خدای(ج) څخه په دې تاریخي او بېساري آزمون کې، دغې خدماتي ادارې او د دې ادارې مسئولینو ته د لابریالیتوبونو غوښتنه کوو.
په لويو ښارونو کې د هوایي پلونو د جوړولو اړتیا


