ا.الکوزی

کوتره یوه داسې الوتونکې ده چې، له زرګونو کلونو راهیسې د انسانانو ملګرې پاتې شوې ده. کله چې انسان د کاغذ، ټیلیفون او ټکنالوژۍ
له نعمتونو بېبرخې ؤ، کوترې د پیغام رسونې تر ټولو چټکې او ډاډمنې وسیلې وې.
«وکیپیډيا» کې لیکل شوي چې، کورنۍ کوترې د وحشي یا صحرايي کوترو له نسل څخه دي او نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي. دغه مارغان د انسان له خوا د اهلي شویو تر ټولو لرغونو الوتونکو له ډلې څخه شمېرل کېږي. د تاریخ پوهانو او لرغونپوهانو د څېړنو له مخې، کوترې د میلاد څخه زرګونه کاله وړاندې، ښايي د مصر، مېسوپوتامیا (اوسني عراق) شام او د مدیترانې د حوزې په سیمو کې د وخت په تېرېدو سره اهلي شوې وې. ځینې لرغوني لیکلي سندونه او خټینې لوحې چې، شاوخوا پنځه زره کاله پخوانۍ دي، د مېسوپوتامیا له تمدنونو څخه موندل شوي او د مرغانو، په ځانګړي ډول د کوترو، د ساتنې او روزنې نښې پکې لیدل کېږي.
د ځینو روایتونو له مخې، د نوح(ع) د کیسې سپینه کوتره، چې د زیتون شنه پاڼه یې راوړه، د لوی توپان له تورو شپو وروسته د ژوند د بیا پیل او الهي رحمت نښه بلل کېږي. همدغه کیسه د دې لامل شوې چې کوتره په مذهبي او کلتوري روایتونو کې د سولې، پخلاینې او پاکوالي له مفاهیمو سره وتړل شي. په لرغونو تمدنونو کې هم کوتره د مینې، آرامتیا او نرمښت سمبول ګڼل کېده او په معاصره نړۍ کې، په ځانګړي ډول د جګړو او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې، د سولې د نړیوالې نښې په توګه پېژندل شوې ده.
پابلو پیکاسو ۱۹۴۹ کال کې د سولې سپینې کوترې انځور د پاریس د سولې نړیوال کانګرس لپاره رسم کړ چې له هماغه وخته کوتره د سولې نړیوال سمبول شوه.
له علمي پلوه، کوترې حیرانوونکې مرغان دي. جلال سالاري په خپل کتاب« تربیت پرنده گان زینتی» کې وایی:
کوترې یوازې په سترګو نه، بلکې په خپل وجود کې نغښتي طبیعي حسونو سره خپله لاره او هدف پېژني. د لمر او ستورو موقعیت، د غرونو او سیندونو بڼه، د بوی حس او تر ټولو مهم د ځمکې مقناطیسي میدان هغه نښې دي چې، کوترې پرې ډاډ کوي. څېړنې ښيي چې، د کوترو په غوږونو کې داسې حساس جوړښتونه شته چې د ځمکې مقناطیسي بدلونونه احساسوي او مغز ته د لوري یا مسیر یوه ذهنی نقشه جوړوي. له همدې امله کوتره، له سلګونو کیلومترو لرې، بې له نقشې خپل کور مومي یا ستاسو پیغام رسوي. دا وفاداري هغه ځانګړنه ده چې انسان یې له پخوا راهیسې حیران کړی دی.
په افغانستان کې کوترې یوازې د مارغانو یو ډول نه بلل کېږي، بلکې د کلتور یوه ژبه هم ده. د کابل، هرات، بلخ او کندهار پر بامونو، منارونو او زړو کورونو کې د کوترو وزر وهل او غمبور د ښاري ژوند یوه برخه وه. خلکو به پاللې، درناوی به یې کاوه او حتی زیارتونو او جوماتونو کې به ورته زیان رسول ګناه بلل کېده. د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشیره جومات د بې شمېره کوترو کور هم دی چې کابل ښاریان یې نندارې ته ورځي او د دانو ترڅنګ مینه ورکوي او انځورنه ورسره اخلي. کوترې د افغانستان د ولسي متلونو، شاعرۍ او کیسو الهام ؤ.
د کوترو ساتل او پالل هم د همدې کلتوري اړیکې یوه ښکاره بڼه ده. دا دودیزه لوبه د صبر، هنر او پالنې تمرین ؤ. روزل شوې کوترې به اسمان ته پورته شوې، چکرونه به یې وهل او بېرته به د خپل کور پر بام راکوزېدې. ځینې کوترې د ځانګړي نسل، اوږد واټڼ الوت او ښکلې بڼې له امله په ډېره لوړه بیه پلورل شوې دي او لا هم لوړ ارزښت لري، خو اصلي ارزښت یې په پیسو کې نه، بلکې په کلونو مینه او زحمت کې نغښتی دی.
خو په وروستیو لسیزو کې د ښاري پراختیا، ککړتیا، د خوراک کموالی او تېرې پنځه لسیزې جګړې د دې لامل شوې چې، د کوترو شمېر ورځ تر بلې کم شي. دا کمېدل یوازې د یوه مرغه له منځه تلل نه دي، بلکې دا د چاپېریال د ناروغۍ نښه ده. کوترې د تخمونو په خپرولو، د ښاري ایکوسیستم په توازن او د انساني آرامتیا په ساتلو کې مهم رول لري. کله چې دا مرغان خاموشه شي، ښار هم خپل روح له لاسه ورکوي خو که موږ د کوترو ښه ساتنه وکړو، په حقیقت کې د خپل کلتور، چاپېریال او آرام ژوند ساتنه کوو، ځکه تر هغه چې د کوترې وزر په شنه اسمان کې الوت کوي، لا هم د سولې او هیلې کیسه ژوندۍ ده.
زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کړم
کرځم دنیاوالو ته د سولې آوازونه کړم
کوترې؛ د سولې، هوښیارتیا او مینې سمبول


