الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د بندو کانالونو او ویالو د پاکولو چارې روانې دي


د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو بندېدو د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دی.
د جوړ شوي پلان له مخې، د کابل– لوګر سړک، کارته نو او رحمن مېنې د سړک په اوږدو کې بند کانالونه او ویالې په اساسي توګه پاکېږي څو د اوبو بهیر په منظم ډول جاري وساتل شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین له ښاریانو غواړي چې، د پاکو شوو کانالونو او لښتیو په پاک ساتلو کې مرسته وکړي، څو د موسمي بارانونو پر مهال په ویالو کې د اوبو بندېدو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې، د کانالونو او لښتیو د بندېدو اصلي لامل د ځینو ښاریانو بې‌پروايي او په دغو کانالونو او لښتیو کې د کثافاتو غورځول دي، چې د بندښت او چاپېریالي ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.