
د ترافیکي نظم د رامنځته کېدو او له پېښو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ۷۵۰۰ مترو په اوږدوالي د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پلیو لارو د کټارو نصبولو چارې پیل شوې.
ټاکل شوې ده د دې سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره ۳ هوايي پلونه هم نصب شي چې، لومړنۍ چارې یې پیل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د پلان او طرحې له مخې؛ د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره هوايي پلونه جوړېږي. همدا راز په پلیو لارو کې د کټارو نصبولو چارې هم تر لاس لاندې دي څو له عامه ملکیتونو او پلیو لارو څخه سمه ګټه واخیستل شي او له ترافیکي بې نظمۍ څخه مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده چې، د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې کټارې به تر نصبېدو وروسته رنګ شي څو د یاد سړک بڼه لا ښکلې او منظمه شي.
د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې پیل شوې
28 دلو 1404


