شاهین

روژه د اسلام د مبارک دین له سترو عبادتونو څخه ده، داسې عبادت چې یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی، بلکې د نفس د تزکیې، د زړه د
پاکوالي او د انسان د بشپړ بدلون یوه الهي مدرسه ده. الله تعالی د روژې په هکله د سورة البقره په ۱۸۳م آیت کې فرمایلي دي:
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، پر تاسو روژه فرض شوې ده، لکه څنګه چې پر هغو خلکو فرض شوې وه چې له تاسو نه مخکې وو، تر څو تاسو پرهېزګار شئ.
الله تعالی دا آيت د ایمان له خطاب سره پیل کړی دی، چې دا د روژې د عظمت نښه ده. یعنې روژه یوازې یو ظاهري عمل نه دی، بلکې د ایمان غوښتنه ده.
کله چې الله(ج) فرمایي: «پر تاسو روژه فرض شوې ده»، نو دا د دې عبادت فرضیت او ارزښت څرګندوي.
په دې آيت شریف کې دا هم ویل شوي چې، روژه یوازې د همدې امت لپاره نه ده، بلکې پر پخوانیو امتونو هم فرض شوې وه. یعنې روژه د انساني نفس د اصلاح یوه پخوانۍ او ازمویل شوې الهي تګلاره ده.
د پورته آيت شریف تر ټولو مهمه موخه دا جمله ده: « تر څو تاسو تقوی ترلاسه کړئ» تقوی دا ده چې، انسان د الله(ج) له نافرمانۍ ځان وساتي. روژه انسان ته دا تمرین ورکوي چې د حلالو شیانو پرېښودل وزغمي، نو د حرامو پرېښودل به ورته آسانه شي.
دغه راز روژه د نفس خواهشات کموي، زړه نرموي، صبر زیاتوي او بنده د الله تعالی نږدې والي ته هڅوي. نو دا آيت شریف موږ ته دا درس راکوي چې، د روژې اصلي موخه یوازې لوږه او تنده نه ده، بلکې د زړه پاکوالی او د تقوی لاسته راوړل دي.
د روژې دنیوي ګټې:
روژه یوازې د روح غذا نه ده، بلکې د بدن لپاره هم شفا ده. د روژې په بهیر کې معده آرام اخلي، د هاضمې نظام منظم کېږي او بدن له ډېرو زیانمنو موادو پاکېږي. همدارنګه روژه د وینې فشار، شکرې او نورو ناروغیو په کنټرول کې مرسته کوي. له ذهني پلوه روژه انسان ته سکون ورکوي. کله چې انسان د نفس غوښتنې مهار کړي، ذهن یې پاک کېږي، غوسه یې کمېږي او زړه یې سکون مومي. دا سکون د ننني ستړي ژوند لپاره یوستر نعمت دی.
روژه انسان نظم او د ځان کنټرول ته روزي. د سحر او روژه ماتي پابندي، د ژبې، سترګو او لاسونو ساتنه انسان ته دا درس ورکوي چې، خپل ژوند تنظیم کړي او د خواهشاتو غلام پاتې نه شي.
له ټولنیز پلوه روژه د ترحم، خواخوږۍ او سخاوت احساس را ژوندي کوي. روژه لرونکي د لوږې په احساس د بېوزلو درد درک کوي، له هغوی سره مرسته کوي او په ټولنه کې د ورورولۍ فضأ پیاوړې کېږي، ځکه چې شتمن او بډای مسلمانان په خپله تل هوسا او سوکاله ژوند کوي.
کله چې بډایه خلکو ته د روژې په نيولو سره د بې وزلو مسلمانانو حالت ور په زړه کيږي، سمدلاسه دا فکر کوي چې، د بې وزلو مسلمانانو ټول ژوند په لوږه او بې وزلۍ کې تيريږي، ځکه يې پر هغوی زړه سوی پيدا کيږي، د مهربانۍ او مرستی کولو ولولې په جوش راځي، په پایله کې د خپل مال او شتمنیو یوه برخه اړمنو او بې وزلو ته ورکوي. اړمن او بې وزله کسان د بډايو له خوا په دا ډول خواخوږۍ او مرستو سره خوشحاليږي. په دغه کار سره د بې وزلو او بډايو تر منځ مينه او دوستي پيدا کيږي او يو د بل تر څنګ هوسا او ډاډه ژوند تيروي چه دا په خپله د ټولنې د نيکمرغۍ لامل ګرځي.
د روژې اخروي ګټې:
روژه تر هر څه مخکې د الله تعالی د رضا لاره ده. الله جلجلاله روژه فرض کړې، څو انسان د تقوی درجې ته ورسېږي. تقوی هغه رڼا ده چې، د بنده او ګناه ترمنځ دیوال جوړوي. کله چې انسان په روژه کې له حلالو څیزونو ځان ساتي، نو دا تمرین ورته آسانه کوي چې له حرامو هم ځان وساتي. همدارنګه د روژې اخروي ګټو په هکله رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:
ژباړه: چا چې د ثواب په نیت روژه ونیوله د هغه تېر ګناهونه به وبښل شي. (صحیح البخاري، باب صوم رمضان ایمانا و احتسابآ، حدیث شریف شماره ۳۸).
دا د الله تعالی لوی فضل دی چې، د انسان تېروتنې د روژې په برکت معاف او بنده له نوي ژوند سره مخ کېږي. روژه لرونکو ته په جنت کې ځانګړې دروازه ده چې «ریان» نومېږي.
دا دروازه یوازې د هغو کسانو لپاره ده چې، په دنیا کې یې د الله(ج) لپاره لوږه او تنده زغملې وي. دا د روژې ستر اخروي امتیاز دی چې بل هېڅ عبادت ورته ځانګړې دروازه نه لري.
روژه نفس اصلاح کوي، غرور ماتوي، حرص کموي او انسان صبر، عاجزۍ او اخلاص ته هڅوي. په همدې اصلاح سره انسان د آخرت د بریا لور ته ګام اخلي.
د روژې دنیوي او اخروي ګټې


