الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 62.88 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د نوې نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

29 دلو 1404


د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د کابل د باغ قاضي په منډوي کې د ارتزاقي توکو د قیمتونو د ثبات او د خوراکي توکو په پلور کې د سرغړونو د مخنیوي په موخه، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د ۵۳مې ګڼې نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه.
د څارنې په لړ کې د ارتزاقي توکو عمده او پرچون قیمتونه تر څارنې لاندې ونیول شول او په پایله کې یو شمېر هغه پلورنکي چې، خپل توکی یې د نرخنامې مطابق پلورل لا وهڅول شول او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې.
مسئولینو د قیمتونو پر ثبات او له احتکار څخه په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې، ټول پلورونکي مکلف دي څو د معاملاتو پر مهال انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
تر دې وړاندې ټولو اصنافو ته سپارښتنه شوې څو نرخنامه د لید وړ ځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري.
د یادونې وړ ده چې، ۵۳مه ګڼه نرخنامه ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت جوړه شوې ده څو ښاریان وکولای شي د کابل ښار له بازارونو څخه خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبت قیمت او لوړ کیفیت ترلاسه کړي. د دې نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنې ترسره کېږي.