د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرك یاسر د ودانیزو او د سړک جوړونې قراردادي شرکتونو له استازو سره د سړک جوړونې د نویو پروژه په اړه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال پر وخت او په لوړ کیفیت د پروژو په بشپړولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو په پلي کولو کې سرغړونې او ځنډ ښاریانو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او دا موضوع په جدي توګه تعقیب او څارل کېږي. نوموړي څرګنده کړه چې، که د پروژو په چارو کې هر ډول غفلت ولیدل شي، کابل ښاروالۍ به له سرغړونکي قراردادي شرکت سره قرارداد فسخ کړي.
د نوموړي په وینا؛ د سړکونو د جوړولو چارې باید په بشپړ صداقت او امانتدارۍ او پرته له ځنډه ترسره شي. قراردادي شرکتونه مکلف دي څو خپلې پروژې په معیاري توګه او غوره کیفیت د تخنیکي سندونو او د ډیزاین مطابق په ټآکلي وخت بشپړې کړي. د ودانیزو چارو مرستیال وویل چې، هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي څو د بېکیفیته کار له امله د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او فرصتونو د ضایع کېدو لامل شي.
په دې ناسته کې ټینګار وشو چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سړکونو کې دې کارونه په څو کاري وختونو کې تنظیم شي څو ښاریانو ته ستونزې رامنځته نشي. همدا راز قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې، د کار پر مهال د خوندیتوب اصول مراعات، په سړکونو اوبه وشیندي، اضافي توکي له سیمې څخه ولېږدوي او د ترافیکي ګڼهګوڼې د مخنیوي په موخه دې بدیلې لارې تنظیم او وټاکل شي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال يو ځل بيا پر معياري ودانولو ټينګار وکړ او ویې ویل چې، د هوا په ښه کېدو سره به د روانو پروژو د بيا پيل کېدو تر څنګ به د يو شمېر نويو سړکونو د جوړولو چارې هم د پلان له مخې پيل شي، تر څو د کابل د آبادۍ بهير ګړندی او کابل ښار له غوره او معياري ترانسپورتي زېربناوو څخه برخمن شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره کړه
30 دلو 1404


