الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخنامې د لا ښه تطبیق په اړه ناسته ترسره شوه

30 دلو 1404


د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د جوړې شوې نرخنامې د ښه تطبیق په موخه د اصنافو له استازو سره ناسته ترسره شوه.
د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل چې، په ښار کې د نرخنامې له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنې روانې دي. نوموړي زیاته کړه: په لوړه بیه د توکو له پلورلو څخه مخنیوی د ټولو ګډ مسئولیت دی.
د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال ټینګار وکړ چې، د لومړنیو خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په برخه کې د اصنافو مرستې ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
ورته مهال د اصنافو استازو ژمنه وکړه چې، د روژې په مبارکه میاشت کې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامځته کېدو په موخه به د نرخنامې د تطبیق په برخه کې اړینه همکاري او ګډ کار وکړي.