
د اوولسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د روژې مبارکې په مناسبت د یادې ناحیې له بازارونو څخه څارنه وشوه او د نرخنامې له پلي کېدو او د قصابیو له حفظ الصحې څخه ډاډ ترلاسه شو.
د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني په دې اړه وویل چې، د دې څارنې په لړ کې هټۍوالو ته سپارښتنه وشوه څو خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري او همد راز د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د یادې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم په دوامداره توګه څارل کېږي او چاته به اجازه ورنه کړي چې، په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي.
همدا راز پر فعالیت کوونکو هم ټینګار وشو څو په پلیو لارو او سړکونو کې د توکو په اېښودو د لارې د بندېدو لامل نشي.
د یادونې وړ ده چې، ښاري نظم په ژوند کې یو اصل دی او ټول ښاریان یې باید په پام کې ونیسي. له دې پرته له سرغړونکو سره د قانون له مخې چلند کېږي.
د اوولسمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو
30 دلو 1404


