الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د رارسېدو په درشل کې د یو محفل په ترڅ کې له دغې ورځې نمانځنه وشوه

11 سرطان 1398

تیره ورځ د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې د رارسیدو په ویاړ د پولیسو اکاډمۍ کې د حماسي شاعرۍ او موسیقۍ محفل نیول شوی و.

محفل کې د کابل ښاروالۍ مسوولین، د کابل ګڼ اوسېدونکي مشران او د داخله وزرات چارواکي سره راټول شوي وو.

د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین د محفل ګډونوالو ته وینا کې وویل، د دې ورځې نمانځنه په حقیقت کې د خپلو اتلانو د قربانیو، سرښندنو پاس ساتنه ده چې د دې خاورې خپلواکۍ او سولې لپاره یې خپل ژوند وقف کړ او ستونزې یې وګاللې.

نوموړي مخکې له مخکې د دغې ورځې مبارکي ټول ملت او د پولیسو اکاډمۍ افسرانو ته ورکړه او د تاوتریخوالي او جګړې له غږه د پاک ژوند استدعا یې ورته وکړه.

دې محفل کې د خبرو له برخې وروسته مشاعره او موسیقي هم وشوه.