
د نهمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې اړوند بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وکړه او سرغړونکو ته یې له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وکړې.
د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري وویل: په هټیو، لویو پلورنځیو او قصابیو کې د توکو له کیفیت او نېټې او همدا راز په نانوایانو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي څارنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه چې، د توکو کیفیت او نیټه هم وکتل شوه، څو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په لوړ کیفیت او مناسب قیمت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.
د نهمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه
2 حوت 1404


