الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

2 حوت 1404


د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته د کړنلارې له مخې له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې.
په هټیو، لویو پلورنځیو او قصابیو کې د توکو له کیفیت او نېټې او همدا راز په نانوایانو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي څارنه وشوه . په همدې توګه د توکو کیفیت او نیټه هم وکتل شوه، څو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په لوړ کیفیت او مناسب قیمت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.
دغه راز پر هټیوالو هم ټینګار وشو چې، په پلیو لارو کې د توکو په اېښودو د عامه لارو د بندېدو لامل نشي او د خپل چاپېریال پاک ساتلو ته په جدي توګه پام وکړي.