الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سینګاپور ولې ښکلی او پاک هېواد دی؟


آ.الکوزی
سینګاپور د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، د پاکوالي، منظم ښاري جوړښت، پاک او ښکلي چاپېریال له امله د ډېرو خلکو پام یې ځانته اړولی دی. که څه هم دا هېواد د مساحت له پلوه ډېر کوچنی دی، خو د مدیریت، نظم او ولسي پوهاوي له پلوه د سترو هېوادونو لپاره یوه ژوندۍ بېلګه بلل کېږي.
د سینګاپور ښکلا او پاکوالی تصادفي نه دی، بلکې تر شا یې ژور فکر، پیاوړی قانون او ګډ ټولنیز احساسات پراته دي.
سینګاپور د چاپېریال د پاکوالي په برخه کې د نړۍ تر ټولو سخت او منظم قوانین لري. په دې هېواد کې د سړک پر سر د کثافاتو غورځول، په عامه ځایونو کې د لاړو اچول، عامه ځایونو کې سګرټ څکول، د تشنابونو ناپاک ساتل او… درنې جریمې لري.
د بېلګې په توګه، د کثافاتو غورځولو لومړۍ سرغړونه تر شاوخوا « ۱۰۰۰ » سنګاپوري ډالرو جریمه لري، د بیا تکرار په صورت کې جریمه لوړېږي او حتا د ټولنیز خدمت سزا (لکه د عامه ځایونو پاکول) ورکول کېږي. د ژاولو پلور او عام استعمال منع دی، ځکه د عامه ځایونو د ککړتیا لامل ګرځي. همدارنګه، د اوبو ضایع کول او د شورماشور جوړول هم قانوني تعقیب او جریمه لري. د همدې سختو قوانینو او جریمو له امله سنګاپور د نړۍ له تر ټولو پاکو، منظمو او ښکلو ښارونو څخه شمېرل کېږي.
ولسي پوهاوی:
له ماشومتوبه خلکو ته د پاکوالي، نظم او ټولنیز مسئولیت اهمیت ور زده کېږي.
په ښوونځیو کې زده‌کوونکي د چاپېریال ساتنې عملي تمرینونه کوي، لکه د ټولګي او انګړ پاک ساتل. دا کلتور وروسته د ټولنې په عمومي چلند بدلېږي.
اغېزمن مدیریت:
سینګاپور د اداري فساد پر ضد کلکه مبارزه کړې ده. کله چې عواید په سمه توګه ولګول شي، ښارونه سم جوړېږي، کثافات منظم راټولېږي او عامه خدمتونه پر وخت وړاندې کېږي. همدا شفاف مدیریت د پاک او ښکلي ښار بنسټ جوړوي.
ښاري پلان:
سینګاپور له پیل څخه د ښار جوړونې لپاره اوږد مهاله پلان درلود.
زرغونې سیمې، پارکونه، منظم سړکونه، د فاضله موادو عصري سیستم او د عامه ترانسپورت پراخه شبکه د ښار ښکلا څو برابره کړې ده.
په دې هېواد کې ودانۍ له طبیعت سره په همغږۍ جوړې شوې دي.
ګډ مسئولیت:
په سینګاپور کې خلک باور لري چې، ښار یوازې د حکومت نه، بلکې د ټولو ګډ کور دی. هر وګړی ځان مسئول ګڼي چې خپل ښار پاک وساتي. دا ګډ احساس د ټولنې تر ټولو ستر ځواک دی. سینګاپور موږ ته دا درس راکوي چې، ښکلا او پاکوالی یوازې د پیسو پایله نه ده، بلکې د قانون، پوهاوي، نظم او ګډ مسئولیت پایله ده.
که هره ټولنه د سینګاپور له تجربو زده کړه وکړي، نو پاک ښارونه او سالم چاپېریال به یو خوب نه، بلکې حقیقت وي.