الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د پلي کېدو له څرنګوالي څارنه وشوه

4 حوت 1404


د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د قیمتونو د ثبات او له سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه، د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي هر اړخیزه څارنه وشوه.
د څارنو په لړ کې د ارتزاقي موادو پرچون او عمده بیې وکتل شوې او څرګنده شوه چې، پلورونکي خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق پلوري. د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا دغه کسان وستایل شول او هغه کسانو ته چې، سرغړونې یې درلودې له تادیب سربېره، اړینې سپاښتنې وشوې.
مسئولینو پر دوامداره څارنو ټينګار وکړ او څرګنده یې کړه چې، ټول اصناف باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د نرخنامې مطابق وپلوري.
دغه راز سرغړونکو ته خبرداری ورکړل شو چې، د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. تر دې وړاندې ټولو اصنافو ته پوهاوی ورکړل شوی څو نرخنامه په مناسب او لید وړ ځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري.