اداري فساد سره د مبارزې د څار او پلټنې کمېټې یا ایم اي سي پلاوي د کابل ښاروالۍ د یو شمېر برخو د ارزونې په دوام د روڼتیا، ځواب ورکونې په خاطر د ودانیزو جوازونو د ورکړې د نوي جوړ شوي ریاست چارې وڅارلې.
دغه پلاوي تر دې وړاندې د ودانیزو جوازونو د ورکړې د یو واحد تشه ښاروالۍ کې مهمه یاده کړې وه چې اوس یې د دغه ریاست په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویي ویل په دې سره به د ودانیزو جوازونو په ورکړه کې د ښاریانو ستونزې تر ډېره اوارې شي.
په دې نظارتي لیدنه کې په ګډه د تخنیکي مسایلود حل لپاره په یو شمېر مسایلو بحثونه وشول او اسیب پذیره ځایونو کې د فساد د مخنیوي لپاره لارې چارې هم وسنجول شوې.
د اداري فساد پر ضد مبارزه او مخنیوی د کابل ښاروالۍ لومړیتوبونو کې ځای درلود، دې لپاره د ښاروالۍ رهبرۍ له نورو ارګانونو سره په ګډه یو شمېر طرحې هم تر لاس لاندې نیولي چې په نتیجه کې به یې کابل ښاروالۍ اداره یو مؤثر، د خلکو واقعي خدمتګار او ځوابګویه ارګان وي.