الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د شپږمې ناحیې له مشرانو سره ولیدل

13 سرطان 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز نن د کابل ښار د شپږمې ناحیې له مشرانو او خلکو سره وکتل.

لیدنه کې لومړی د شپږمې ناحیې اوسېدونکو د ګذر د وکیل د انتخاب شرایطو، ویالو، سړکونو او نورو مواردو په اړه خپل مشکلات شریک کړل.

په اخره کې کابل ښاروال د ستونزو د حل د ژمنې تر څنګ وویل، د خپلو امکاناتو له مخې به نه یوازې ټولو ناحیو کې د خلکو ستونزې اوارې کړي بلکې ګڼې زیربنايي او رغنیزې پروژې به هم د خلکو د هوساینې لپاره پلې کړای شي.

کابل ښاروال دغه راز د ګذر د وکیل د شرایطو په تړاو وویل، په دې اړه کابل ښاروالۍ ځانګړې مقرره ترتیب کړې او له حقوقي پړاوونو وهلو وروسته به اجرا شي چې ورسره به د خلکو سرګرداني، د ځینو کسانو د خپلسرۍ له کبله راپورته شوې ټولې ستونزې اوارې شي. 

کابل ښاروال د پروژو په تطبیق کې د خلکو رول اساسي وباله او زیاته یې کړه خلک باید له ښاروالۍ سره د پروژو په اجرا کې پوره همکاري وکړي.