
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونود تنظیم ریاست له لوري له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول په موخه د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې په بازار کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل چې، په لویو پلورنځیو، نانوایانو او قصابیو کې د توکو له قیمتونو او کیفیت څخه څارنه وشوه. د نوموړي په وینا؛ ډېری هغه پلورنکو د نرخنامې له مخې توکي پلورل او لا وهڅول شول او هغوی چې، سرغړونې یې درلودې ورته جدي سپارښتنې وشوې.
نوموړي زیاته کړه چې، ټول پلورونکي د نرخنامې په تطبیق مکلف دي. د سرغړونې د تکرار په صورت کې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.
د مارکېټونو د تنظیم ریاست ټینګار وکړ چې، د نرخنامې د کلتور په دودولو کې د ښاریانو رول مهم دی او دوی کولای شي مسئولانو ته د سرغړونو او د توکو د قیمتونو په اړه معلومات او راپور ورکړي.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ له مخکې ټولو پلورونکو ته لارښونه کړې ده چې، نرخنامه د لیدلو لپاره په مناسب ځای کې ځوړنډ کړي.
د تایمني پروژې په بازار کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه
5 حوت 1404


