
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل ښار کې د رغونې او بیارغونې پروژو د پلي کېدو په موخه، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) دفتر له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې کابل ښاروال د یاد دفتر له مخکنیو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ له بنسټونو او موسسو سره د نېکو او هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمنتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې، د پروژو د کیفیت د زیاتوالي په موخه، د کابل ښاروالۍ د څاریزو ټیمونو او یونپس دفتر ترمنځ دوامداره اړیکو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر استازو د پروژو د پلي کېدو پرمهال د کابل ښاروالۍ له خوا د آسانتیاوو له رامنځته کولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې، د ښاریانو د چاپېریالي او ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه به نوې پروژې د لومړیتوبونو په اساس طرحه او پلې شي.
دوی همدا راز څرګنده کړه چې، د هوا د ښه والي سره سم به ۸ نیمه پاتې پروژو چارې بیا پیل شي او په راتلونکي کال کې به یوشمېر نوې پروژې چې، د فرعي سړکونو، کوڅو، پارکونو او نورو عامه ښاري تاسیساتو جوړل په کې شامل دي پلې شي.
دغه راز یادونه وشوه چې، دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو هوارولو او دوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې چې، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه تر تائید وروسته عملاً پلې کېږي.
کابل ښاروال وویل: په تېرو کلونو کې د داسې پروژو پلي کېدو مثبته پایله ورکړې ده چې پر بنسټ یې د ښاریانو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي. نوموړي همدا راز له یاد دفتر څخه د پروژو د پلي کولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
کابل ښاروال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
6 حوت 1404


