
د کابل یو شمېر هندو او سېک ښاریانو د ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې او او لاسته راوړنې وستایلې.
دوی د کابل ښاروالۍ له مشرتابه خوښي څرګنده کړه چې، د ښار د آبادۍ او د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یې ګټورې کړنې ترسره کړې دي. د دوی په وینا اوس تر بل هر وخت هېوادوال خپلې روښانه راتلونکې ته هیله من شوي دي.
همدا راز د هندو او سیک ښاریانو استازو یو شمېر ښاري او چاپېریالي ستونزې هم له کابل ښاروال سره شریکې کړې.
کابل ښاروال د دوی د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل چې، هندو او سیک ښاریان هم د نورو ښاریانو په شان برابر حقونه لري او کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د دوی د اوسېدو په سیمو کې ښاري او چاپېریالي آسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، اوس د ښاریانو ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې شوې ده او د دې وخت را رسېدلی څو د کابل ښار د آبادۍ او ښکلا په برخه کې یو بل ته لاس ورکړو.
په پای کې کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، ستونزو ته به یې رسېدنه شي او په دې برخه کې به د کابل ښاروالۍ له لوري عملي هڅې او اقدامات ترسره شي.
هندو او سېک ښاریانو د کابل ښاروال کړنې او لاسته راوړنې وستایلې
6 حوت 1404


